د پغمان مېلې د چا له پاره؟!!!
شبيراحمد شبيراحمد

 

ډيرې هغه نجوني چې له ايران څخه راغلي اوس د ديموکراسي له نوم سره نابلده خوارانۍ چې په ايران کې هم د اخوندانو تر تهديد لاندي وي، په سيند کې منډي وهي او يوبل ته په اوبو پاشلو د نورو ځوانانو توجه ځانته اړوي.

د پغمان د ميلوکېسې به هر هغه چا اوريدلې وېچې کابل يې ليدلی وي، او په ځانګړي ډول هغه خلک چې په پسرلي او دوبي کې کابل ته راغلي وې.

په تيرو څوکلونو کې د پغمان، قرغي او سالنګ مېله ځايونه دومره مشهور شول، چې که کابل ته څوک راځي، نو کوربانه او يا خپله ميلمانه هڅه کوي، چې يا خو درې واړه ځايونه وويني، که د سالنګ ليدل ګران او لګښت لري نو قرغه او پغمان باغ ته خامخا ځي.

درې او څلور کلونه مخکې د پغمان باغ مېلې ښې وي، هلته تر ډيره يواځي نارينه ليدل کېدل، او ډير به پکې دکندهار، هلمند او جنوب لويديځو ولايتونو کسان  وو، هغه چې په خپلو ولايتونو کې د امنيتي دلايلو له امله به ميلو ته نه شوای تللای نو دا به ددوی له پاره يو ښه چانس وو چې په کابل کې د قرغي او پغمان له ميلو څخه خوند واخلي.

پغمان ته تللي لاره چې په شنو ونو ښايسته ده، بېل او ځانګړی خوند او کېف لري، شنه سېمه، سړه او پاکه هوا، مخ  په لوړه تګ، او لويې لويې وني چې ښه سيوري لري.

د پغمان سيند د باغونو په منځ کې بهاند وي چې په ډيره ګرمه هوا کې هم ددغه سيند اوبه دومره سړې وي چې د لامبلو له پاره يواځي ځوانان زړه ورته ښه کوي.

د پغمان ورستنۍ برخه چې دره ده، هلته ډير هوټلونه ډول ډول خوراکونه، د ميلو ځايونه دا ټول هغه څه دي چې د کابل او ولايتونو خلک يې ورمخه کړي دي.

درې کلونه مخکې په قرغه، باغ بالا، سالنګ، باغ بابر او ځينو نور تفريحي ځايونو کې د ښځو شتون کرار  کرار مخ په زياتيدو وو.

ډيری هغه اهل تشيع کورنۍ چې له ايران څخه بيرته هيواد ته راستانه شوي وو، هغوی به د خپلو کورنيو له غړو سره يادو مېله ځايونو ته د پنجشنبي او جمعي ورځ تلل، د ځان سره به يې د غرمي له پاره د ډوډۍ انتظام هم په همدغو مېله ځايونو کې نيولي وو.

په مېله ځايونو کې د کورنيو او فاميلي تګ زياتوالی ورځ تر بلي ډيريدی، په وروستيو کلونو کې په يادو مېله ځايونو کې ستونزمن وي چې سړی ارام ځای پيداکړي او له خپلو ملګرو سره له مېلې څخه خوند واخلي.

پغمان چې نسبتا ليري دی، او تر ډيره بريده هغه کسان هلته د ميلو له پاره تګ راتګ کوي چې خپل موټر او يا خو يې ملګري موټر ولري، که څه هم ميلي بس او کوچني موټر له کمپنۍ څخه ځي، ولي د ميلو له پاره خلک په خپلو موټرونو کې تلل.

له تيرو دوو کلونو راهيسي پغمان ته هم د ښځو تګ او هلته ميلو ته تلل زيات شوي، پغمان باغ چې څلور کلونه مخکې به يوازي نارينه پکې ليدل کېدل، او په زړه پوري منظري او اوبه لري، اوس هلته هم د  ښځو د ډيروالي له امله د پغمان باغ ته ځينو کسانو ته تګ او له ميلو څخه خوند اخستل ستونزمن شوی، ځکه چې هر لور ته د يوي کورنۍ ښځي او نارينه ګډ ناست وي، ځواني او پېغلي نجوني په کړس کړس خنداګاني او لوبي، هغه څه دی چې زموږ کلتور او دود يې ځينو ته اجازه نه ورکوي چې په دغسي چاپيريال کې له خپلو ملګرو سره ازاد او بي بندوباره وګرځي.

د پغمان په سيند کې ډير ځله داسي وي چې نجوني او هلوکان (کېدای شي د يوې کورنۍ وي، او يا ممکن د کابل پوهنتون د ليلې نجوني او هلوکان وي) يو بل باندی د نورو خلکو په مخ کې اوبه پاشي او خپل ساعت تيروي، داهغه څه دي چې زموږ کلتور  تر اوسه ددی اجازه خلکو ته نه ورکوي چې يوه پېغله انجلۍ او ځوان هلک دي د نورو نارينه او ځوانانو په مخ کې پو پر بل اوبه وپاشي.

ډيرې هغه نجوني چې له ايران څخه راغلي اوس د ديموکراسي له نوم سره نابلده خوارانۍ چې په ايران کې هم د اخوندانو تر تهديد لاندي وي، په سيند کې منډي وهي او يوبل ته په اوبو پاشلو د نورو ځوانانو توجه ځانته اړوي.

د پغمان باغ کې چې د پنجشنبي او جمعي ورځ ډيره ګڼه ګوڼه وي، مخکې ښه وو کورنيو به شاوخوا پرده پر ځان راګرځوله، اوس خبره تر پردي تيره ده، او په خلاص ميدان کې د شنه چمن پر سر ناستی پېغلي او ځوانان له ميلو څخه خوند اخلي.

دوه جمعې وړاندي له ملګرو سره تللی وم، موږ ددي له امله چې ګڼه ګوڼه زیاته وه، د موټرانو له پارکېنګ سره نږدي تر يوې لويې وني لاندي کېناستلو،  چې موټران مو هم ډير نږدې راته ولاړ وو، زما يو ملګري د يوې کورنۍ پر لور کتل، هلته چې يوه ډله د پاخه عمر خلک بېل ناست وو، ښځي، انجوني او ځوانان بېل نږدې بل ځای ناست وو، فکر  کېږي چې د يوي کورنۍ ځکه نه وو، چې د پاخه عمر کسان څو تنه وو، ممکن څو ملګري کورنۍ به وي.

ملګري وويل چې اوريدلي به دي وو خو ليدلي به دي نه وو؟ هلته وګوره هغه انجوني او هلوکان ډير په خوند سره ورقي (قطعه بازي) کوي.

رښتيا هم دوه پېغلي انجلياني او دوه ځوان هلوکان وو چې قطعه بازي يې کوله او نوري پېغلي انجوني او ښځې يې تر څنګ ناستې وې.

عجيبه داوه چې يوې انجلۍ مړوندونه لوڅ کړي وو، او تر څنګلو پوري يې لاسونه هم لوڅ معلوميدل، له همدغو ځوانانو سره يې قطعه بازي کوله.

له غرمي وروسته مو بله ډله انجوني او هلوکان وليدل، چې کرکټ يې کاوو، او منډي او خنداګاني ورسره وي، چې د نورو ځوانانو پام يې په ښه ډول سره ځان ته ا ړولی وو.

همدلته په پغمان کې مو د انجونو او ځوانو هلوکانو ترمنځ واليبال هم وليدل، واليبال  چې داسي لوبه ده چې دانسان د بند ټول غړي پکې په حرکت کې راځي، انجوني چې ټوپونه يې وهل حتمي وه چې سپيني غاړي يې ښکاريدلي، د سر ويښتيان او داچې پړونی به يې وغورځيدی، تر کاليو لاندي سيني چې د سينګار او ميلي له پاره يې ځانونه ښه جوړ کړي وو، بل هغه کار وو چې زموږ د کلتور او دود سره نامناسب او د نه منلو وو، ځکه مې داهر څه په ځير څارل چې همهلته مې هوډ وکړ چې د انجونو او هلوکانو ددغه ډول حرکاتو په اړه به ليکنه کوم.

ښه داده چې يا خو ځيني محدوديتونه پغمان ته په کورنيو ولګول شي او يا داچې په اونۍ کې يوه ځانګړي ورځ ورته ورکول شي، چی په هغه ورځ يواځي کورنۍ (ښځي او انجوني) پغمان ته د ميلو له پاره ولاړې شي،ځوانانو او نارينه وو ته پرته د کورنۍ له غړو اجازه ورنه کول شي.

خوداسي نه چې ځوان هلوکان د کابل د ليلیې انجوني ورسره روانې کړي وي او بيا هم د نورو درنو کورنيو په مخه کې همدغسي زموږ د دود او کلتور سره نامناسبې کړني وکړي.

زما په آند داهرڅه دپلان له مخي روان دي، که تاسي وګورۍ نو ډيرې همدغه بې بندوباره انجوني زموږ  داهل تشيع وروڼو پوري اړوند کورنۍ وي، هغه چې د امريکا او ناټو د پوره ترحم او شفقت وړ ګرځيدلي دي، او دوی هم د امریکا او ناټو د عسکرو او کارکوونکو دومره درناوی لري چې حتی د خپلو کورنيو تر مشرانو يې هم قدر او احترام زيات کوي.

د فحشاء د مروج کولو او تکثيرولو له پاره خو دامريکا د پرمختيايې اداري د بودجي څخه  اوس د کابل په هره کوڅه کې له يوي څخه زياتې ارايشګاوې (د ځان جوړولو ځای) موجودې دي، همدغه ارايشګاوې تر ټولو بد ځايونه دي چې همدلته پکې د پيغلوټو دلالاني دي، او له همدي ځايه د ځوانو هلوکانو د بې لاري کولو له پاره پروژه پرمخ وړي.

تيره مياشت د مزاري شريف په اړه راپور کې هم ویل شوي وو، چې د انجونو او هلوکانو ترمنځ د رابطي ساتلو او د بدلمنو انجونو د پيداکولو له پاره تر ټولو مناسب ځايونه د بلخ ارایشګاوې دي.

د پغمان دميلو په اړه يوه بله ستونزه داده چې اوس مهال هلته ډير لوړ پوړي چارواکې د پنجشنبي او جمعي ورځ ځي، چې دغه د لوړ پوړو چارواکو تګ هم عامو وګړو ته تشويش پیداکړی دي.

تير کال موږ په قرغه کې پر سپوژمۍ هوټل د طالبانو له خوا د بريد خبر واوريد چې طالبانو وويل دلته دولتي لوړ پوړي کسان پکې راټول شوي وو، ځکه يې بريد پري وکړ، ورستنيو معلوماتو کې څرګنده شوه، چې هلته دملي اردو، ملي امنيت او ملي پوليسو د کارکوونکو سربيره بهرنيانو هم په هغه شپه په سپوژمۍ هوټل کې شتون درلود.

پغمان ته هم ځينې او ځينې وختونه د واليانو معاونان، د ولايتونو رئيسان، د ولايتونو لوړپوړي پوليس چارواکې، د ملي اردو جنرالان، د اربکېانو قومندانان، د ولسي جرګي غړي، د مشرانو جړګي غړي او د بېلابېلو دندو درلودونکې دولتي لوړپوړي کسان د مېلې له پاره ځي.

ددغو لوړ پوړو دولتي خلکو تګ د پغمان پر ميلو بد تاثير کړی، او ځيني عام وګړي ددوی له امله د امنيتي ستونزو د پيښيدو له ويري اوس کوشش کويچې دپغمان ميليې پريږدي.

زموږ وړانديز دادی چې لوړ پوړي دولتي چارواکې دی زموږ عامو افغانانو د ميلو او پغمان ته تګ حق نه راڅخه اخلي، داچې دوی امنيتي ستونزه لري، ټوپکوال ورسره وي، او ډول ډول خپلمنځي ستونزي هم لري، ښه داده چې د پنجشنبي او جمعي ورځي پرته په نورو ورځو کې د میلو له پاره ولاړ شي، او د ګڼي ګوڼي په ورځ د عامو افغانانو په ميلو کې ګډون څخه ځکه ډډه وکړي، چې دوی خو الله پاک محروم کړي، نو ازاد او عام افغانان دي له دغو طبعي نعمتونو او خوندونو څخه نه محروم کوي.

 

کابل ۱۳ غبرګولى۱۳۹۲






June 11th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي